د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي چې که امریکا له ایران سره بېرته اټومي تړون ته ورګرځي نو باید له سعودي عربستان او نورو عرب هېوادونو سره په دې اړه سلا مشورې وکړي. دده په خبره ایران په سیمه کې ورانکاره او خطرناکې موخې لري او همدا چې اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي ښایي نړۍ ته په یوه ګواښ بدل شي. په دې وروستیو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ښایي د امریکا منتخب ولسمشر جو بايډن واک ته له رسېدو سره سم له ایران سره اړیکې ښې کړي او بېرته اټومي هوکړې ته ور وګرځي. چې دې مسئلې سعودي او ځینو نورو عربي هېوادونو ته اندېښنې پیدا کړې دي.
































