امریکا یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغان جګړه باید د خبرو له لارې پای ته ورسېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې امریکا له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکې ده او تمه لري چې په دغه هېواد کې روانه جګړه ژر تر ژره د خبرو له لارې ختمه کړل شي. د پمپیو په خبره امریکا د افغانستان تر څنګ ولاړه ده او د افغانستان د جګړې پای ته رسول او سوله راوستل د ټولو ګډ مسوولیت دی. هغه هیله څرګنده کړې چې افغان حکومت او طالبان په خپلو کې تاوتریخوالی سره کم کړي. پمپیو تېره ورځ هم د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه غندلې وه او په وینا یې د سولې له خبرو سره هممهاله روان تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.
































