د راپورونو له مخې فایزر امریکایي شرکت ویلي چې په هند کې د کرونا ویروس د خورا چټکې پراختیا په حال کې دی او باید د هند حکومت ژر تر ژره دوی ته د وېش جواز ورکړي. د هند حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. هند په نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو له اړخه دویم هېواد دی. سره له دې چې د هند حکومت خپل تدابیر لري، خو بیا هم کرونا په دې هېواد کې د چټکې پراختیا په حال کې ده. برېتانیا بیا تېره اونۍ د فایزر شرکت د واکیسینو د وېش جواز ورکړی دی او په روسیه کې هم نن د روسیې جوړ شوي واکسین په عملي توګه وېشل کېږي. د نړۍ نورو هېوادونو هم د امریکايي او روسي واکسین د اخیستلو لپاره خپلې غوښتنې د یادو هېوادونو کمپنیو ته سپارلې دي.
































