بلجیم هم راتلونکي میلادي کال کې له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتېرو ایستلو پرېکړه کړې ده. لیمبرګ ویبپاڼې د بلجیم د دفاع وزیر لودیوین ددونر له قوله ویلي، نور یې په افغانستان کې د ځواکونو ماموریت پای ته رسېدلی دی او راتلونکی کال به خپل ټول سرتېري له دغه هېواده وباسي. نوموړي له لیمبرګ سره په تازه مرکه کې ویلي، دوی سر له اوسه له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستلو ته په چمتوالي بوخت دي. بلجیم د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې ۷۰ سرتېري لري چې افغان ځواکونو ته د روزنې او سلا مشورې دنده پر غاړه لري. د یادونې ده چې تر دې وړاندې فلنډ هم له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو وتلو خبره کړې وه.
































