د ټرینډ نیوز ایجنسي د راپور له مخې، جورجیا یو شمېر تازه دمې سرتېري له ترهګرۍ سره د مبارزې او افغان ځواکونو ته د سلا مشورې لپاره افغانستان ته رالېږي. راپور کاږي، د جورجیا ولسمشر سلیوم زوربیشویلي افغانستان ته د ماموریت په موخه راتلونکې لس کسیزې ډلې ته په خبرو کې ویلي چې دوی له خپلو متحدینو سره په سلا مشوره خپل سرتېري افغانستان ته لېږي او په دې سختو شرایطو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه خپله ژمنتیا ښیي. زوربیشویلي خپلو سرتېرو ته په افغانستان کې د بریالي ماموریت او په سالمه توګه بېرته خپل هېواد ته د ستنېدو هیله کړې ده. دا سرتېري وروسته تر هغه افغانستان ته را استول کېږي چې فنلنډ او بلجیم بیا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستلو خبره کړې ده.
































