روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۲۶۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۷ زره او ۹۰۱ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته لس تنه مړه شوي او ۲۹۷ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۸۷۵ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۷ زره او ۷۸۲ ته لوړ شوی دی. د دغه وزارت په وینا، تر اوسه ټولې اوه زره او ۷۴۷ پېښې فعالې دي.
































