پوهنې وزارت ویلي چې د دغه وزارت د تازه طرحې پر بنسټ به له دې وروسته د ټولو ښوونځیو له لومړي تر درېیم ټولګي پورې زده کوونکي خپلې زده کړې په جوماتونو کې کوي. د یاد وزارت په خبره، جوماتونه هم د زده کړو په ایکو سیسټم کې داخل شوي دي. پوهنې وزارت وایي، دا کار به د دې سبب شي چې زده کوونکي لا ډېر په اسلامي روحیه سمبال شي. پوهنې وزارت دا کار په غوره اسلامي روحیه د زده کوونکو د سمبالښت لپاره یو غوره ګام بللی دی. تر اوسه روښانه نه ده چې دا سیسټم به څه ډول پلی کېږي خو یاد وزارت څرګنده کړې چې د دې طرحې پلي کولو لپاره یو جامع پلان ته اړتیا ده چې ژر به ترتیب او تطبیق شي.
































