د ملي مصالحې عالي شورا د لومړنۍ ناستې له پیل سره سم امریکا او ځینو نورو هېوادونو غبرګون ښودلی دی. امریکا ویلي چې د دې شورا د غونډو له پیل او رهبرۍ کمېټې د وروستیو څرګندونو هرکلی کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هغه د واک د وېش او له طالبانو سره د دایمي اوربند د تامین لپاره یو با صلاحیت بنسټ بللی دی. بلخوا خلیلزاد ټینګار کړی چې د سولې لپاره باید هڅې ګړندۍ شي او وروستي پرمختګونه هم ګټور بولي.
وړمه ورځ په کابل کې د ملي مصالحې عالي شورا د غړو لومړنۍ غونډه ترسره شوه. دا غونډه د ولسمشر غني په وینا پیل شوه او وروسته د ملي مصالحې عالي شورا د رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ګڼو ګډونوالو دې غونډې ته وینا وکړه. دوی ټینګار وکړ چې سوله یې لومړیتوب ده او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته ادامه ورکوي. د دې شورا ځینو غړو له ولسمشر غني دا هم غوښتل چې باید د ملي مصالحې عالي شورا پرېکړو ته درناوی وکړي او هغه عملي کړي. دوی پر طالبانو هم د جګړو د درولو او مذاکراتو د چټکولو غږ وکړ.
له دې سره جوخت تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې شورا د لومړنۍ غونډې هرکلی کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې چې دغه شورا وکړی شي چې په افغانستان کې د دایمي اوربند او سولې په راوستو کې اغېزناکه تمامه شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دې اعلامیه کې ویلي، ملي مصالحې عالي شورا د سولې د لارې نقشې جوړولو، دایمي اوربند راوستلو او واک د شریکولو په مسئله کې یو معتبر بنسټ دی. د پمپیو په خبره: (( د ملي مصالحې عالي شورا به په بین الافغاني مذاکراتو کې د افغان حکومت پلاوي ته د لارې نقشه ټاکي، د سیاسي جوړجاړي تګلاره به ورته ښيي، د واک د شریکولو پر مسئله به بحثونه ورسره کوي او دوی به همدا راز هڅه کوي چې په افغانستان کې دایمي اوربند تامین کړي او دلته تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي)).
له دې سره جوخت د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي چې د ملي مصالحې عالي شورا به د واک د شریکولو او همدا راز په افغانستان کې د دایمي اوربند په رامنځته کولو کې اغېزناک کارونه وکړي. نوموړي د یادو پرېکړو په رامنځته کولو کې د ملي مصالحې عالي شورا یو با صلاحیته بنسټ بللی دی او په خبره یې، پرېکړو ته یې باید درناوی وشي.
بلخوا طالبان بیا وایي چې له زلمي خلیلزاد سره یې تازه د پاتې بندیانو په خوشي کولو او له تور لېست د خپلو مشرانو د ایستلو پر سر خبرې کړې دي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم په خپرو کړو ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې د طالبانو له سیاسي مرستیال عبدالغني برادر او د دغه ډلې د مذاکراتي پلاوي له مشر مولوي عبدالحکیم سره کتلي دي. د ده په خبره، په دې لیدنه کې د سولې د وروستیو پرمختګونو تر څنګ په موضوع پورې اړوندو مسایلو باندې بحث شوی دی او طالبانو له خلیلزاد غوښتي چې پاتې بندیان یې هم خوشي کړي.
طالبان داسې مهال له امریکا د پاتې طالب بندیانو د خوشي کولو خبره کوي چې پرون هم د دواړو لورو ترمنځ پر اجنډا بحثونو دوام کړی دی. افغان حکومت وایي چې دوی به په اجنډا کې اوربند ته تر هر څه لومړیتوب ورکړي او لومړنۍ غوښتنه یې هم اوربند ده. طالبان بیا وایي چې د دوی بندیان دې په لومړي سر کې خوشي کړل شي او دغه راز دې د دوی د مشرانو نومونه له تور لېست و ایستل شي.
































