پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان په لوی او سوداګریز ښار کراچۍ کې ستره غونډه جوړه کړې وه. په دې غونډه کې ددغه غورځنګ مشر منظور پښتین او ګڼو نورو مخکښو غړو ګډون کړی و. دوی غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال یو ځل بیا د پاکستاني استخباراتو له لوري د پښتنو پر وژل کېدو نیوکه او په خبره یې هره ورځ د پاکستان د زور زیاتي له امله پښتانه وژل کېږي خو پاکستانی حکومت ځواب ویلو ته نه تیارېږي. ددغه غورځنګ نورو غړو بیا همدا راز په سیمه او ټوله نړۍ کې د پښتنو لپاره د امن او سولې غوښتنه کړې ده. دوی دغه راز پر پاکستاني حکومت غږ کړی چې له افغان سولې سره صادقانه همکاري وکړي او په خبره یې تر هغه چې افغانستان ته سوله را نه شي پاکستان ته نه شي راتللی. دوی ټینګار کړی چې په راتلونکې کې به هم د خپلو حقوقو د غوښتلو لپاره ورته سترې غونډې جوړوي او خپلې مبارزې ته به ادامه ورکوي.
































