د ولسي جرګې غړو په کابل کې د امریکا د سفارت د شارژدافیر پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی. د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې افغان حکومت د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل وړاندې د طالبانو پنځه زره بندیان خوشي کړي چې په هېواد کې یې پر روان وضعیت او د اوربند پر رامنځ ته کولو هېڅ راز اغېز مثبت نه دی کړی. دوی همدا راز وايي چې له معقولو دلایلو پرته د طالبانو د زندانیانو خوشي کول نه یوازې دا چې سوله نه شي راوستلی بلکې د وضعیت د لا ترینګلتیا او کړکېچ لامل کېږي. دوی د شارژدافیر راس ویلسن وروستۍ څرګندونې د جدي اندېښنې وړ بللې دي او په خبره یې د ولسي جرګې غړي له اوربند او سولې پرته د نورو طالب بندیانو له خوشي کولو سره مخالفت کوي. په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر ویلي چې وسله وال طالبان په راتلونکو څو ورځو کې د خپلو اوو زرو بندیانو د خوشي کولو غوښتنه کوي، هغه ټينګار کړی و چې دا د دوحې هوکړې برخه ده او هوکړه باید عملي کړل شي. افغان حکومت په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
































