روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې پر کرونا اخته ۲۷ کسان مړه شوي دي. دا د کرونا وبا تر دویم ځل خپرېدو وروسته له دغې ناروغۍ د مړه شویو کسانو تر ټولو لوړ شمېر دی. یاد وزارت ویلي چې په همدې موده کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۲۳۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې ورسره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۸ زره او ۱۳۳ ته رسېدلی دی. روغتیا وزارت وایي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه راز پر کرونا اخته ۲۰۲ کسان بېرته روغ شوي دي. د یاد وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۹۰۲ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۷ زره او ۹۸۴ ته لوړ شوی دی.
































