په کابل کې د لویدیځو هېوادونو یو شمېر سیاسي استازولیو د یوې ګډې اعلامیې په ترڅ کې افغانستان کې پر رسنیو، د رسنیو پر کارکوونکو، مذهبي مشرانو، د بشري حقونو پر مدافعانو، زده کوونکو او ملکي وګړو باندې هر ډول بریدونه وحشیانه بللي او په کلکو ټکو یې غندلي دي. اعلامیه کې د ملکي وګړو د وژنې پړه تر ډېره پر طالبانو او نورو ترهګرو ډلو اچول شوې ده. دا اعلامیه چې د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو چک، ډنمارک، فنلنډ، فرانسې، المان، ایټالیا، هالنډ، سویډن، استرالیا، کاناډا، ناټو، ناروې، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو په ګډه خپره کړې ده پکې راغلي، دوی دا بریدونه د سولې پر پروسې د برید په مانا بولي او له ترهګرو ډلو ځانګړې توګه له طالبانو غواړي چې پر ملکیانو وحشیانه بریدونو ته د پای ټکی کېږدي. اعلامیه کې وړاندې راغلي، دا ډول بریدونه په افغانستان کې د بیان ازادي نه شي محدودولی بلکې لا به د خپلو حقونو لپاره د افغانانو د غږونو د پیاوړتیا سبب وګرځي. اعلامیه کې له افغان حکومت څخه هم غوښتنه شوې ده چې په مذهبي مشرانو، مدني فعالانو او ملکي وګړو برید کوونکي پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
































