سره له دې چې په دوحه کې په بین الافغاني خبرو کې له پرمختګونو خبر ورکول کېږي، خو تازه د امریکا، طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو د مسئلې پر سر ناندرۍ را ولاړې شوې دي.
په کابل کې د امریکا سفارت وایي، طالبان په راتلونکو څو ورځو کې د خپلو اووه زرو بندیانو د خوشي کولو غوښتنه کوي او دغه بندیان باید ازاد شي. افغان حکومت بیا وایي، دوی د طالبانو بندیان خوشي کړي او د پاتې نورو بندیانو د خوشي کولو لپاره دې د دوحې په مذاکراتو کې پرمختګونو ته په تمه شي.
د بین الافغاني خبرو تر پیل مخکې د طالبانو یو شرط دا و چې باید پنځه زره بندیان یې خوشي شي، له ګڼو خنډونو او ناندریو سره سره، دغه بندیان خوشي شول، خو اوس تازه په کابل کې د امریکا سفیر وایي چې د دوحې په هوکړه کې د طالبانو د نورو بندیانو د خوشي کېدو خبره هم شته ده. هغه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د دې اړتیا ده چې د سولې هوکړه عملي شي او د طالبانو اووه زره بندیان خوشي کړل شي.
شارژدافیر راس ویلسن وایي، ښايي طالبانو تر راتلونکو لسو ورځو پورې د خپلو شاوخوا اووه زره بندیانو د خوشي کولو غوښتنه وکړي او یا دا وغواړي چې برخلیک یې معلوم شي. هغه وایي: ((د شاوخوا اووه زره نورو طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه یوه ځانګړې او واضح برخه د طالبانو او امریکا په هوکړه کې راغلې ده. تر کومه ځایه چې په موږ پورې اړه لري باید عملي کړل شي، د طالبانو او امریکا د هوکړې ټول موارد له یو بل سره تړلي دي)).
د امریکا د سفارت شارژدافیر وایي چې د هوکړې له مخې، باید د روانې میاشتې تر نیمایي پورې د طالبانو شاوخوا اووه زره بندیان خوشي کړل شي. د ده په خبره: ((زما یې دقیقه نېټه نه ده په یاد، خو که محاسبه شي، د روانې میاشتې تر نیمایي ښایي طالبان د دغو بندیانو د خوشي کولو غوښتونکي شي. د هوکړې ټولې برخې له یو بل سره اړیکه لري، موږ داسې نه شو کولی چې یوه برخه عملي کړو او له بلې تېر شو)).
د ویلسن تر څرګندونو مخکې طالبانو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي وو. د طالبانو سیاسي مرستیال ملا برادر او د دوی د مذاکراتي پلاوي مشر مولوي عبدالحکیم له امریکايي لوري غوښتي چې د دوی پاتې بندیان دې خوشي شي او همدا راز دې د طالب مشرانو نومونه له تور لېست و ایستل شي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وایي: ((له زلمي خلیلزاد سره د سولې پر روانو پرمختګونو، د بندیانو پر خوشي کولو او همدا راز له تور لېست د طالب بندیانو د خوشي کولو پر مسئله خبرې شوې دي)).
بلخوا افغان حکومت بیا د طالبانو او امریکا پر دې څرګندونو غبرګون ښودلی دی. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو تازه غوښتنه لا تر وخت مخکې ده او په خبره یې، د زندانیانو خوشي کول او دې ته ورته نور هغه مسایل دي چې په بین الافغاني مذاکراتو کې به بحثونه ورباندې کېږي. هغه زیاته کړې چې افغان حکومت د طالبانو شاوخوا پنځه زره بندیان وار له مخه خوشي کړي او د پاتې نورو بندیانو د خوشي کولو په اړه خبرې لا تر وخت مخکې دي.
د زندانیانو پر خوشي کولو د درې واړو لورو ترمنځ داسې مهال ناندرۍ رامنځته کېږي، چې تر دې دمه د سولې په برخه کې پرمختګونه محسوس نه دي او په افغانستان کې د جګړو د کمېدو سبب نه دي شوي. په کابل او ځینو نورو لویو ښارونو کې امنیتي پېښې د اندېښنې وړ دي او په ولسوالیو کې هم د طالبانو تهاجمي بریدونه تر دې دمه روان دي. نړیواله ټولنه بیا ټینګار کوي چې دواړه لوري دې ژر تر ژره په خپلو کې یوه دایمي اوربند او تلپاتې سولې ته سره ورسېږي.
































