ولسمشر غني د کرونا د دویمې څپې پر وړاندې د مبارزې لپاره د هر اړخیزو تیاریو سپارښتنه کړې ده. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د کابینې غونډه شوې ده او په هغه کې ټول بحث د کرونا ویروس پر دویمه څپه و. په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې د کرونا وبا د کنټرول لپاره به له ټولو امکاناتو کار اخیستل کېږي څو افغان حکومت وکړی شي ددغه وبا خطرونه راکم کړي. ولسمشر د عامې روغتیا وزارت ته سپارښتنه کړې چې له ټولو ولایتونو سره همغږي ولري، هر ډول امکانات ورته برابر کړي، ټیسټونه ډېر کړي، د روغتونونو مالي امکانات منظم کړي، دغه راز په غونډه کې ډېرو همکاریو لپاره د بین الوزارتي کمېټې د جوړولو سپارښتنه هم شوې ده او دغه کمېټه به په اونۍ کې دوې غونډې کوي او په هغه کې به د ولایتونو، مرکز او عامې روغتیا وزارت د ستونزو د حل هڅه کېږي.
































