لانګ ور ژرونال نشریه لیکي په دې وروستیو کې امریکايي او افغان ځواکونو په ځینو ولایتونو کې د القاعده شبکې پر وړاندې ګډ عملیات پيل کړي دي. سرچینه کاږي سره له دې چې طالبان په افغانستان کې دداعش له حضور انکار کوي خو ددغه شبکې غړي لا هم په افغانستان کې دي او له طالبانو سره نږدې همکاري لري. لانګ ور ژورنال لیکي چې په وروستیو ورځو کې امریکايي او افغان ځواکونو په هلمند او نیمروز کې د القاعده شبکې پر وړاندې عملیات کړي. د سرچینې په خبره د هلمند په نادعلي کې د طالبانو پر یوه مرکز برید شوی چې په هغه کې هم د القاعده شبکې اته غړي وژل شوي دي. امریکایي ځواکونو داسې مهال دغه عملیات کړي چې له طالبانو سره د هوکړې مطابق دوی به یوازې په خپلو اډو کې وي، خو لانګ ور ژورنال لیکي د القاعده شبکې غړي په افغانستان کې تر دې دمه فعال دي نو پر وړاندې یې جګړې ته اړتیا ده.
































