د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په تازه غونډه کې ویلي چې د ترکیې پر وړاندې اقدام په کار دی. دوی ویلي چې پر ترکیه به د بندیزونو پر لګولو غور کوي او ټاکل شوې چې د روانې میاشتې په لسمه په دې اړه د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه وشي. د ترکیې او اروپايي ټولنې اړیکې وروسته له هغه خرابې شوې چې ترکیې له یونان سره د ګازو د ځینو سرچینو پر سر شخړه وکړه. اروپايي ټولنه وايي چې ترکیه په دې برخه کې تر دې دمه همکارۍ ته نه ده تیاره شوې. بلخوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي هېچا ته باج نه ورکوي خو د ګازو د سرچینو په اړه ترکیه بیا هم خبرو او مذاکراتو ته تیاره ده.
































