اروپایي ټولنه وایي د بشري حقونو د سرغړونکو پر ضد به په ټوله نړۍ کې جدي اقدامات ترسره کوي. د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په خپله وروستۍ غونډه کې پر دې هوکړه کړې چې د بشري حقونو پر سر غړوونکو به سخت بندیزونه وضع کوي. دوی ویلي هغه هېوادونه، بنسټونه، افراد او اشخاص چې په هر هېواد او هر ځای کې وي که د بشري حقونو په نقض کې ښکېل وي نو باید پر وړاندې یې جدي اقدام وشي. په دې اقداماتو کې بندیزونه، د وېزې نه ورکول او له هغو هېوادونو سره د اړیکو نه پالل شامل دي چې بشري حقونه نقضوي. اروپايي ټولنې ویلي چې د بهرنیو چارو وزیرانو په راتلونکو ناستو کې به پر نورو اقداماتو هم بحثونه کېږي.
































