د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي د اووه زره نورو زندانیانو خوشي کول د سولې له پروسې سره مرسته نه شي کولی. د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي د پنځه زره طالب بندیانو خوشي کولو د سولې له بهیر سره مرسته و نه کړه، تاوتریخوالی یې کم نه کړ او طالبانو پر خپلو ژمنو عمل ونه کړ نو د اووه زره نورو زندانیانو خوشي کول هم له دې بهیر سره مرسته نه شي کولی. دده په خبره د زندانیانو خوشي کول د افغانانو غوښتنه نه ده، ځکه مخکې د افغان حکومت پر دې پرېکړه ګڼې نیوکې وشوې. هغه وایي افغان حکومت په سوله کې له پرمختګونو پرته د نورو طالب بندیانو خوشي کولو ته تیار نه دی. تر دې وړاندې ارګ هم ویلي وو چې دوی په سوله کې له پرمختګونو پرته د طالبان نورو بندیان نه خوشي کوي.
































