روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۲۳۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۸ زره او ۳۶۳ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۶ تنه مړه شوي او ۴۹ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۹۰۸ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۸ زره او ۳۳ ته لوړ شوی دی.
































