د براون په نامه د یو امریکایي پوهنتون څېړنه ښیي چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې افغانستان کې په هوایي بریدونو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده. سپوټنیک اژانس د یاد پوهنتون په حواله خبر ورکړی دی چې د ټرمپ دوره کې افغانستان کې د هوایي بریدونو له امله د ملکي افغانانو تلفاتو کې ۳۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. یادې څېړنې، د ټرمپ دوره کې د هوایي بریدونو په پایله کې د افغانانو د مرګ ژوبلې کچې زیاتېدو لاملونه، په خپلسري توګه د جنګي قوانینو تعدیل، قومندانانو ته ډېر نظامي واک ورکول کېدل او د جګړې شدت ښودلی دی. څېړنه کې راغلي چې یوازې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي عملیاتو کې ۷۰۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۲۷ نور ټپیان شوي دي.
































