ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې باید د ښځو او نجونو پر وړاندې روان تاوتریخوالی کم کړل شي. د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو ویلي چې دوی غواړي په افغانستان او جنوبي اسیا کې د ښځو پر وړاندې د روان تاوتریخوالي په کچه کې د پام وړ کموالی راولي. ددوی په خبره د اروپايي هېوادونو او نورو مرستندویانو پر مټ غواړي په دې هېوادونو کې په کم عمر کې د ودونو، د جنیست پر بنسټ د تبعیض، کورني تاوتریخوالي او د نورو ناوړه جنسیتي چلندونو کچه راټيټه کړي. ملګرو ملتونو په سیمه او افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او تبعیضي چلند د اندېښنې وړ بللی دی. سرچینې دغه راز ویلي چې د کرونا وبا له خپرېدو سره په ټوله نړۍ کې کورنی تاوتریخوالی او د ښځو پر وړاندې تبعیضي چلند ډېر شوی دی.
































