د امریکا منتخب ولسمشر جو بايډن وایي چې په لومړیو سلو ورځو کې به سل میلیونه کسانو ته د کرونا واکسین ووېشي. جو بایډن د خپل روغتیایي ټیم د معرفي پر مهال ویلي دی د واک په لومړیو میاشتو کې کرونا وبا نه شي ختمولی خو ارو مرو ددې وړتیا لري چې لوری یې بدل کړي او د تلفاتو اوسنۍ کچه را ټيټه کړي. هغه ویلي ټولو امریکایانو ته سپارښتنه کوي چې د واک په لومړیو سلو ورځو کې ماسک وکاروي او دغه راز به دی د ورځې یو میلیون کسانو ته د کرونا واکسین ووېشي. بايډن زیاته کړې چې په لومړیو سلو ورځو کې به سل میلیونه کسان په امریکا کې د کرونا پر وړاندې واکسین شي. جو بایډن داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د فایزر کمپنۍ واکسینو ته په دغه هېواد کې د وېش جواز ورکړل شوی دی او ژر به یې پراخ تولید او وېش هم پيل شي.
































