د ولسي جرګې غړي وایي له یو ۹۱ کود د غیر قانوني لګښتونو په اړه باید څېړنې وشي. د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې مفسدین تر وسله والو طالبانو د افغانستان لپاره ډېر خطرناک دي. د ولسي جرګې غړې ناهید فرید وایي چې د نظام واګې غلو ته په لاس ورغلې ده او دوی یوازې د خپلو جیبونو د ډکولو لپاره کار کوي. د ولسي جرګې غړي وایي د افغانستان د خلکو له بودیجې غلا کول باید ملي خیانت وبلل شي او هغه کسان چې په دې فساد کې ښکېل دي باید عدلي او قضايي ارګانونو ته ور معرفي کړل شي. د ولسي جرګې غړو دغه راز دا نیوکه هم وکړه چې په حکومت کې د فساد له امله نړیوالې ټولنې هم خپلې مرستې کمې کړې دي او اوس ددې وخت دی چې ددغه مفسدینو مخه ونیول شي. دوی وايي چې د هېواد سترې شتمنۍ او بیت المال یوه ډله غلو ته په لاس ورغلی چې که یې مخنیوی و نه شي د سترې بربادۍ لامل ګرځي. څو ورځې وړاندې په کابل کې یوې ورځپاڼې په ارګ کې له ۹۱ کود د غیر قانوني لګښتونو په اړه راپور خپور کړ. په هغه کې د لوړپوړو چارواکو نومونه یاد شوي وو چې په ټولنیزو رسنیو کې یې سخت غبرګونونه پارولي دي.
































