د راپورونو له مخې دا چورلکه په یوه خصوصي شرکت پورې اړونده ده چې له دوو نورو چورلکو سره یې په ګډه په آلپ غرونو کې د مرستې رسونې ماموریت ترسره کاوه. چورلکې د نامعلومو دلایلو له امله سقوط کړی دی او په پېښه کې یې له شپږو سپرلیو یوازې یو کس ژوندی پاتې دی. ژوندی پاتې شوی کس هم د چورلکې پيلوټ دی چې د ژورو ټپونو له امله بستري شوی دی. د فرانسې حکومت وایي چې د چورلکې د سقوط اصلي لامل ښايي د ورېځو او نامناسبې هوا موجودیت وي خو وايي په اړه به لا ډېر معلومات وروسته خپاره کړي.
































