ملګرو ملتونو له ایران غوښتي چې بېرته اټومي تړون ته ور وګرځي او ددې تړون ټولې مادې عملي کړي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په تازه څرګندونو کې ویلي چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خواشینوونکي خبرونه خپرېږي. دده په وینا ایران باید ژر تر ژره د خپلو اټومي پروګرامونو، توغندیو او سانترفیوژونو په اړه رسنیو او نړیوالو بنسټونو ته معلومات ورکړي. انتونیو ګوتریش ویلي ایران باید نړیوالو قوانینو ته په پام بېرته اټومي تړون ته ور وګرځي او په غیر مسوولانه اقداماتو دې ځان ته مسئله تر دې نه سختوي. هغه هیله څرګنده کړې چې ایران له تحریکوونکو اقداماتو لاس په سر شي.
































