په افغانستان کې د امریکا سفارت سرپرست راس ویلسن له فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي چې افغان حکومت دې د روڼتیا او حساب ورکولو د لومړیتوبونو د پیاوړتیا لپاره خپلې ژمنې پلې او په فساد کې د ښکېلو زورواکو افغانانو د مجازاتو په اړه اړین اصلاحات رامنځته کړي. نوموړي زیاته کړې، له فساد سره د افغان حکومت پیاوړې مبارزه کولی شي د افغانانو پراخ ملاتړ پیاوړی او دغه راز د دې هېواد لپاره د نړیوالې مرستندویه ټولنې له خوا دوامداره ملاتړ ډاډمن کړي. ویلسن ویلي، افغان حکومت ته په کار ده چې په فساد کې ښکېلو کسانو پر وړاندې عملي اقدامات وکړي او په دې اړه خپلې کړې ژمنې عملي کړي.
































