د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې، په داسې حال کې چې افغان حکومت په روان ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۵.۵۵ میلیارد ډالر عاید لرل، د طالب ډلې د پخواني مشر ملا عمر زوی ملا یعقوب په همدې موده کې د خپلې ډلې ګټه وټه ۱.۶ میلیارد ډالرو ته رسولې ده. راپور کې د نبراسکا پوهنتون د اطلاع رسونې پروګرام همغږي کوونکي حنیف صوفي زاده له قوله راغلي، دغې ډلې ۲۰۲۰ میلادي کال کې د مخدره توکو د قاچاق له درکه ۴۱۶ میلیون ډالر، د کانونو د استخراج له درکه ۴۶۴ میلیون ډالر، د اخاذي او مالیاتو له درکه ۱۶۰ میلیون ډالره، د خواخوږو له درکه ۲۴۰ میلیون ډالر، د لوټل شویو مالونو د صادراتو له درکه ۲۴۰ میلیون ډالر، د املاکو له درکه ۸۰ میلیون ډالر او له مرستندویه ځانګړې توګه فارس خلیج هېوادونو څخه ۵۰۰ میلیون ډالره مرسته تر لاسه کړې ده چې ټولټال د دغې ډلې پانګه ۱.۶ میلیارد ډالرو ته رسېږي. د راپور یوه برخه کې راځي، طالبانو همدا پام وړ تر لاسه شوې پانګه د افغانستان په تخریب کې لګولې ده، په ورته وخت کې افغان حکومت هم خپل ډېر لګښت پر جګړه کړی دی چې په ټوله کې یې زیان افغانستان ځانګړې توګه د دغه هېواد اقتصاد ته اوښتی دی. راپور کې وړاندې راغلي، په دوحه کې د دواړو اړخونو مذاکراتي پلاوو ته په کار ده چې د خپل هېواد د سلامتیا او پیاوړتیا لپاره هر څه ژر جګړه ودروي او د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره یو بل سره سوله وکړي.
































