د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي د ایران د حکومت ستره هیله دا ده چې ژر تر ژره په افغانستان کې دایمي ثبات او سوله راشي. حسن روحاني چې نن یې د هرات-خواف رېل پټلۍ په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې خبرې کولې وویل، ټوله سیمه او ټول ګاونډي هېوادونه په دې پوهېږي چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې د ثبات لپاره مهم دی. نوموړي ویلي په دې باور لري چې په افغانستان کې د ثبات او امنیت راتګ به په ایران کې هم پرمختګ راولي. هغه ټینګار کړی چې افغانستان او ایران په خپلو کې تاریخي او پیاوړې اړیکې لري او ددې وخت دی چې له شته فرصتونو او امکاناتو ددې اړیکو د لا پراختیا لپاره کار واخلي. حسن روحاني ددغه پټلۍ پرانیستل په ټوله سیمه کې د یوه ستر اقتصادي تحرک وباله او ټینګار یې وکړ چې د هرات-خواف رېل پټلۍ به افغانستان او ایران لا سره نږدې کړي، ایران به له مرکزي اسیا سره وتړي او همدا راز به افغانستان د ایران له لارې له اروپا او ترکیې سره وتړل شي.
































