ولسمشر غني وایي پر خبریالانو او رسنیو برید بشر ضد او نه بښل کېدونکی جنایت دی. نوموړي د یوې اعلامیې په خپرولو سره په جلال اباد ښار کې پر ملالۍ میوند شوی برید په کلکو ټکو غندلی دی. نوموړي ویلي چې د افغانستان د خلکو دښمنانو دغه برید ترسره کړی دی او په خبره یې امنیتی ادارې باید ژر تر ژره د برید عاملین ونیسي او جزا دې ورکړي. ولسمشر ویلي چې بیان ازادۍ د افغان خبریالانو د زیارونو او پرله پسې هڅو په پایله کې ترلاسه شوې ده او حکومت اجازه نه ورکوي چې وسله وال بریدونه دغه مهم حق له افغانانو واخلي. هغه په دې سختو شرایطو کې د خبریالانو کار ستایلی دی او د وروستي برید له امله یې د خبریالانو له ټولنو او بیان ازادۍ له مدافعینو سره د خواخوږۍ مراتب څرګند کړي دي.
































