العلومه شبکې د یوې باخبره سرچینې له خولې راپور ورکړی دی چې امریکا په عراق کې هغه سیمې نه په نښه کوي چې د داعش ډلې پاتې شونې پکې موجود دي. یادې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ویلي، ډېره عجیبه ده چې امریکا د عراق د الانبار غربي سیمو باندې هوایي بریدونه نه کوي. د سرچینې په خبره، هغه ترهګر چې د عراق له ډېریو سیمو په تېښته بریالي شوي دي اوس د الانبار په لویدیځو سیمو کې په فعالیت بوخت دي او لرې نه ده چې یو ځل بیا سر راپورته او ټول عراق ناکراره کړي. سرچینه وایي، امریکا لا هم پر ملکیانو بمبارونه کوي خو داعش ډلې ته په رډو ګوري او هیڅ کار نه ورباندې لري
































