په ټوله نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۸۵۸۶۶۹ ته رسېدلی دی. د وروستیو شمېرو له مخې د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر بیا ۴۲۱۵۱ دی. همدا راز تر دې دمه ۱۷۸۰۹۹ کسان بېرته رغېدلي دي. امریکا بیا هم د اخته کسانو له اړخه د لېست په سر کې ده او تر دې دمه ۱۸۸۵۳۰ مثبتې پېښې په دغه هېواد کې ثبت شوې دي. همدا راز ۳۸۸۹ کسه یې په دغه هېواد کې مړه کړي هم دي. ایټالیا بیا د کرونا له امله د مړینې تر ټولو لوړه شمېره لري. په دغه هېواد کې تر اوسه ۱۲۴۲۸ کسه مړه شوي او ۱۰۵۷۹۲کسه نور پر دې ویروس اخته شوي دي. په فرانسه کې ۹۵۹۲۳، په چین کې ۸۱۵۱۸، په جرمني کې ۷۱۸۰۸، په فرانسه کې ۵۲۱۲۸، په ایران کې ۴۴۶۰۵، په برېتانیا کې ۲۵۱۵۰، په ترکیه کې ۱۳۵۳۱، په پاکستان کې ۱۹۳۸، په سعودي عربستان کې ۱۵۶۳ کسه په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.
































