په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو یو پخوانی قومندان جیمز سټاوریدیس د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن ته سپارښتنه کړې، چې طالبانو ته په زغرده ووایي چې که له لږ تر لږه ۱۸۰ ورځې اوربند سره هوکړه ونه کړي، نو ځواکونه نه کمېږي. نوموړي ویلي، القاعده لا هم افغانستان کې عملیاتي حضور لري او د داعش نفوذ ډېرېږي او طالبان لا هم د پاکستان څارګرو ادارو سره کار کوي. دا غوښتنه داسې مهال ده چې د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل واک د پای ته رسېدو سره له افغانستان د دوو زرو نورو سرتېرو د اېستلو امر کړی دی. نوموړی د امریکا نوي ولسمشر ته دا سپارښتنه هم کوي چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره اوږدمهالې مالي ژمنتیا ته باورمنه کړي.
































