د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۱۵ میلیونه ډېر کسان پر کرونا وبا اخته شوي او تر ۲۹۲ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۶۹ میلیونه ډېر شوی او تر یو نیم میلیون ډېر کسان کرونا ناروغۍ مړه کړي دي. په ایټالیا کې د دغه وبا له کبله د مړو شمېر ۶۲ زره او ۶۲۶ تنو ته رسېدلی دی. د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۷۹زره ۷۶۵ په مکسیکو کې ۱۱۲زره او ۳۲۶، په هند کې ۱۴۱زره او ۷۷۲، په بریټانیا کې ۶۳ زره ۱۷۹، په ایران کې ۵۱ زره او ۴۹۶او په پاکستان کې ۸۶۰۳ تنه تر دې دمه کرونا وبا مړه کړي دي.
































