روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا وبا ۷۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۴۸ زره او ۸۲۶تنو ته ورسېد. له دغه وزارت څخه په خپرو شوو شمېرو کې راغلي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۱۰ تنه مړه شوي او ۴۵ تنه ترې روغ شوي دي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۹۴۹ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۸ زره او ۲۶۶تنو ته ورسېد. روغتیایي چارواکې وایي، کرونا وبا لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
































