د بشري حقونو کمېسیون وایي روان ۲۰۲۰ کال کې ۷ زره او ۷ سوه ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وایي چې د دوی د راټولو کړیو شمېرو له مخې په تېرو ۱۱ کلونو کې په افغانستان کې ۹۵ زره ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې او یوازې روان کال نږدې اته زره ملکي افغانان وژل شوي او ټپیان دي. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون همداراز وايي، چې بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې بې شمېره جنایتونه کړي او افغان امنیتي ځواکونه هم باید په جګړه ییزو سیمو کې د ملکي افغانانو ژوند ته پام وکړي. په ورته مهال د جګړې قربانیان وايي، چې حکومت او طالبان دې د سولې پروسه په رېښتینې توګه پرمخ یوسي او جنګ دې بند کړي. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون همداراز وايي، چې بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې بې شمېره جنایتونه کړي او افغان امنیتي ځواکونه دې هم باید په جګړه ییزو سیمو کې د ملکي افغانانو ژوند ته پام وکړي.
































