د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، په روان مالي کال کې د صادراتو هغه هدف ته نه دي رسېدلي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا ټاکل شوی وو. د خصوصي سکتور غړي وايي، د روان مالي کال له پیل نه یې تر دې دمه د ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات ترسره کړي چې ډیری برخه یې وچه او تازه میوه تشکیلوي. د خصوصي سکتور غړي که څه هم د کرونا وبا د صادراتو پر وړاندې ننګونه بولي خو زیاتوي چې که د هېواد اقتصادي اتشو د کورنیو محصولاتو لپاره د بازار موندنې هڅې کړې وای نو ددې امکاناتو شتون درلود چې د صادراتو کچه له یو میلیار ډالرو زیاته شي. د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت باید د هېواد د صادراتو لپاره د بازار موندنې هڅې کړندۍ کړي. دوی وايي د صادراتو پراختیا هېواد کې د فقر سره د مبارزې لپاره تر ټولو مناسبه لار ده.
































