د امریکا سنا جرګې، چې جمهوریپال ګوند په کې اکثریت لري، د ټکزاس ایالت د هغې دعوې ملاتړ وکړ، چې په څلور ایالتونو کې د ټاکنو پر پایلو د بیا کتنې غوښتنه کوي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د ټاکنو د پایلو د بدلولو لپاره په خپلو بې سارو هڅو کې پر له پسې له ناکامیو سره مخامخ شوی، په سنا جرګه کې، چې د ده جمهوریپال ګوند پکې اکثریت دی، ملاتړ ترلاسه کړ چې د ټکزاس ایالت له لوري د هغې حقوقي دعوې ننګه وکړي چې له سترې محکمې غواړي په څلورو ایالتونو کې د منتخب ولسمشر جو بایډن بری رد کړي. د دې دعوې په ځواب کې دغو څلورو ایالتونو پینسلوانیا، جورجیا، میشګان او ویسکنسین، چې د دیموکرات ګوند کاندید جوبایډن په کې بریالی شوی، له سترې محکمې غوښتي چې د ټرمپ په ملاتړ د ټکزاس له لوري اقامه شوې دعوه رد کړي. دوی دغه راز ویلي، چې دا دعوه سربېره پر دې چې حقیقت نه لري غیرقانوني او د پوچو ادعاوو پر اساس ده.
































