ایران وایي ملګري ملتونه دې نړیوال ځواکونه او بهرنۍ کړۍ د افغانستان د سولې په پروسه کې له مداخلې را وګرځوي. په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي مجید تخت روانچي د ملګرو ملتونو غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي یوازې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې جامع مذاکرات افغانستان ته سوله راوستلی شي. تخت روانچي وایي د افغانستان د سولې په پروسه کې اوسني پرمختګونه هیله بښونکي دي خو ددې اړتیا ده چې ملګري ملتونه په خپل ملاتړ او همکارۍ د سولې پروسه چټکه کړي. تخت روانچي همدا راز پر طالبانو غږ کړی چې پر افغان ځواکونو له بریدونو لاس واخلي او د سولې د راتګ لپاره دې تاوتریخوالی کم کړي. ایران یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی او په دې برخه کې یې د همکاریو ډاډ ورکړی دی.
































