په کابل ښار کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په درېیو جنايي پېښو کې درې کسه وژل شوي دي. د کابل د پولیسو ویاند وایي چې په یوه پېښه کې د پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې وسله والو غلو یو ځوان هلک ویشتلی چې لومړی ټپي و خو په روغتون کې یې سا ورکړې ده. په یوه بله پېښه کې وسله والو د لسمې حوزې د ټولې آمر وژلی دی او همدا راز په شپږمه امنیتي حوزه کې هم یو ځوانکی هلک د وسله والو غلو له لوري وژل شوی دی. په کابل ښار کې داسې مهال وسله والې غلاوې او جنايي پېښې ادامه لري چې ددې ښار د امنیت مسوول له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح ټاکل شوی دی خو له نسبي ښه والي سره سره بیا هم په کابل ښار کې بوږنوونکې جنايي پېښې رامنځ ته کېږي چې د کابل ښاریانو اندېښنې یې ډېرې کړې دي.
































