د امریکا له بندیزونو او فشارونو سره سره د اروپا او ایران ترمنځ معاملات پیل شوي دي. د اروپايي رسنیو د راپورونو له مخې ایران دمګړۍ له اروپا سره معاملاتو او سوداګرۍ ته جدي اړتیا لري نو له همدې امله اروپايي هېوادونو پرېکړه کړې چې له دغه هېواد سره سوداګري وکړي. المان وايي چې په دې معاملاتو کې فرانسه او برېتانیا هم برخه لري. المان وایي چې د اروپايي هېوادونو او ایران لومړنۍ معامله طبي توکي وو چې دمګړی ایران ته رسېدلي دي. ایران وایي په دې توګه دوی هڅه کوي هغه شرکتونه تر یوې کچې وژغوري چې د امریکا د بندیزونو له امله تر فشار لاندې دي.
































