افغان حکومت وايي په راتلونکو لسو کلونو کې به د افغانستان هر کلی یو روغتیايي مرکز ولري. نن د ډیسمبر دوولسمه روغتیايي خدماتو ته د ټولو وګړو د لاسرسي حق نړیواله ورځ ده. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي سره له دې چې د هېواد ۷۰ سلنه وګړي لومړنیو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی لري خو دغه وزارت دا پلان لري چې په راتلونکو لسو کلونو کې هر کلی یو روغتیايي مرکز ولري چې لومړنۍ روغتیايي چوپړتیاوې به وړاندې کوي. سره له دې چې په کور د ننه د کیفیت د نه موجودیت له امله عام افغانان هر کال میلیونونه ډالر په ګاونډیو هېوادونو کې په درملنه لګوي، خو عامې روغتیا وزارت هم وایي چې د روغتیايي خدماتو د کیفیت لوړولو لپاره یې هڅې ګړندۍ کړې دي. بلخوا د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان بیا ویلي چې روان کال د کرونا وبا له امله د روغتیايي سکتور لپاره یو ستر ازمویښت و خو هیله لري چې ژر تر ژره دغه وبا ختمه شي او نړیوال د خپلو روغتیایي سکتورونو د پیاوړتیا لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي.
































