هند یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغان سوله باید په افغانستان کې د تېرو کلونو لاسته راوړنې وساتي. د هند لومړي وزیر نریندا مودي د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره ویډیويي کنفرانس کې پر افغان سوله او د سیمې پر روان وضعیت خبرې کړې دي. نریندا مودي ویلي افغان مذاکرات باید د افغانانو په مشرۍ، مالکیت او د افغان حکومت تر مستقیم نظارت لاندې مخ ته یوړل شي او په دغه هېواد کې د تېرو لاس ته راوړنو د خوندیتوب سبب شي. دوی همدا راز په سیمه کې پر افراطیت او جګړو هم اندېښنې ښودلې او په خبره یې دوی د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړي دي او په دې برخه کې همکاري کوي. ازبکستان هم د افغانستان د سولې په پروسه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
































