د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پاتې پړاوونه باید په هېواد کې دننه پر مخ یوړل شي. نوموړي زیاته کړې چې افغان دولت د ځای په اړه ملاحظه نه لري او طالبانو ته وړاندیز کوي چې هر چېرته دوی وغواړي هلته به د تاسیساتو په ګډون د خبرو لپاره بشپړه امادګي ونیسي او خبرې به پر مخ یوسي. محب په هېواد دننه د خبرو ارزښت ته په اشارې ویلي، په دې توګه به خبرې ټولو ته د باور وړ ځانګړې امنیتي ساحه را منځ ته او افغان ولس ته پر سوله او مذاکراتو د مالکیت او نظارت توان ورکړي، مذاکره کوونکي پلاوي به د خپلو هېوادوالو له کړاوونو او غوښتنو له نږدې او په ښه ډول خبر وي او له بې ځایه لګښتونو به هم مخنیوی شوی وي. هغه څرګنده کړې، په بهر کې سوله او سولهکوونکي له بیروني شرایطو متاثره وي او تجربو ښوولې چې دا ډول سوله افغاني ګټي نه تامینوي.
































