ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په تړاو له نړیوالو د اضطراري وضعیت د خپلولو غوښتنه کړې ده. د اقلیمي بدلون په تړاو د فرانسې، برېتانیا او ملګرو ملتونو له لوري په جوړ شوي کنفرانس کې څه باندې اویا هېوادونو په انلاین ډول ګډون کړی و. برېتانیا وویل چې ځینې ځواکمن هېوادونه د اقلیم د بدلون په مسئله کې بې پروان دې د کاربن او نورو مضره ګازونو د تولید په کمولو کې پوره همکاري نه کوي. دوی وايي چې که وضعیت همداسې دوام کوي نو روانه پېړۍ به د ځمکې لپاره خورا خطرناکه وي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي بیا ویلي چې نړیوال دې د اقلیمي بدلون له امله اضطراري وضعیت اعلان کړي او د هغه توکو له تولید او کارونې دې ډډه وکړي چې چاپېریال ته خطرونه جوړوي. ده ویلي نړۍ د راتلونکو نسلونو امانت دی او انساني ټولنې باید دا امانت خیانت نه کړي.
































