د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې د یوې کورنۍ ټول اووه غړي وژل شوي دي. د راپورونو له مخې دغه پېښه تېره شپه د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوې چې هوایي ځواکونو غوښتل پر وسله والو طالبانو برید وکړي خو اوس د سیمې اوسېدونکي وایي چې په پېښه کې ټول ملکي وګړي وژل شوي او د یوې کورنۍ غړي دي. د سیمې خلکو د وژل شوو جسدونه د اعتراض په توګه د کندهار ولایت مقام مخې ته راوړي دي او د عدالت غوښتنه کوي. په ارغنداب کې څو ورځې وړاندې هم په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی و. تر څنګ یې افغان حکومت دا ادعا هم کړې وه چې د کندهار په څو ولسوالیو کې یې لسګونه وسله وال طالبان په نښه کړي دي. د کندهار ولایت مقام تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































