په دوحه کې بین الافغاني مذاکرات د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ تر پنځمې نېټې ځنډېدلي دي. تېره شپه د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو ویاندویانو دغه مسئله له رسنیو سره شریکه کړې ده. د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم وایي چې د موضوعاتو لومړني لیستونه یو بل ته سپارل شوي او د لا ډېرو بحثونو لپاره دواړه مذاکراتي ټیمونه د جنورۍ تر پنځمې نېټې مذاکرات ځنډوي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري هم په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د لا ډېرو بحثونو لپاره مذاکرات ځنډول شوي دي او بېرته به دواړه لوري د مرغومې یا جدې میاشتې په شپاړسمه مذاکراتو ته ورګرځي. دواړه لوري داسې مهال په دوحه کې د مذاکراتو د ځنډ خبر ورکوي چې په کور د ننه جګړه روانه ده او هره ورځ دواړو لورو ته سخت تلفات اړوي.
































