ولسمشر غني نن د اقلیم د بدلون په تړاو جوړې شوې نړیوالې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي چې د اقلیمي بدلون له درکه افغانستان یو له اغېزمنو هېوادونو دی. دده په خبره دلته په هرو پنځو کلونو کې وچکالي راځي او همدا راز د باران موسم په پسرلي کې دی چې د خونړیو سیلابونو د راوتو سبب ګرځي. هغه زیاته کړې چې د جګړو له امله د ځنګلونو پرې کول هم بله هغه ستونزه ده چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون او ناورین سبب ګرځېدلی شي. هغه ددې تر څنګ ویلي چې افغانستان د شنه کېدو، د عظیمې پاکې انرژۍ د تولید او شنه صنعت د رامنځ ته کېدو لوی فرصتونه هم لري. هغه همدا راز زیاته کړې چې افغانستان د درې سوه زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري او نړیواله ټولنه دې په دې برخه کې مرسته وکړي. ولسمشر غني داسې مهال په افغانستان کې د برېښنا او پاکې انرژۍ د پراخ ظرفیت له موجودیت خبره کوي چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د انرژۍ پر سرچینو هېڅ راز پانګونه نه ده شوې او همدا اوس ان د پلازمینې اوسېدونکي هم په بشپړه توګه له برېښنا برخمن نه دي.
































