د لومړنیو راپورونو له مخې دغه کس حبیب الله نومېده او د کابل ښار د رحمان بابا مینې په مربوطاتو کې د ناپېژانده وسله والو له لوري وژل شوی دی. تر اوسه ددې برید مسوولیت چا نه دی منلی. بلخوا د کابل پولیس وایي چې د پېښې په تړاو یې تر دې دمه څوک نه دي نیولي خو په اړه یې پلټنې پيل کړې دي. تر دې څو ورځې وړاندې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې هم یو څارنوال د ناپېژانده وسله والو په برید کې وژل شوی و.
































