د المان د روغتیایي چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېره یوه شپه او ورځ کې په دغه هېواد کې د کرونا وبا ۲۰ زره او دوه سوه نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې ورسره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر یو میلیون او ۳۲۰ زره او ۷۱۶ ته رسېدلی دی. د چارواکو په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۳۲۱ کسان مړه شوي هم دي. د وروستیو راپورونو له مخې، تر اوسه په دغه هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۲۱ زره او ۷۸۷ ته لوړ شوی دی. د یادونې ده چې د المان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل پرون ویلي وو چې د کرونا وبا د دویمې څپې مخنیوي لپاره به تر ټولو سخت تدابیر ونیسي.
































