اسراییلي رسنیو د دوو هغو اسلامي هېوادونو نومونه افشا کړي دي چې کېدای شي له سپینې ماڼۍ څخه د ټرمپ تر تګ مخکې له اسراییل سره اړیکې عادې کړي. اسراییل راډیو د دغه هېواد د لوړ پوړو چارواکو له خولې ویلي، له مراکش وروسته، عمان او سعودي هغه دوه عرب هېوادونه دي چې د ټرمپ تر تګ مخکې به له اسراییل سره د اړیکو د عادي کېدو پر هوکړه لاسلیک وکړي. راپور کاږي، که څه هم سعودي حکومت د نتانیاهو او محمد بن سلمان د پټو لیدنو د خبرونو له افشا کېدو ناراضه دی خو ویلي یې دي چې د یو شمېر نورو هېوادونو د اړیکو تر عادي کېدو وروسته دوی هم له اسراییل سره د اړیکو عادي کېدو ته لیواله دي او ممکن ډېر ژر له ابراهیمي تړون سره یو ځای شي.
































